"پاکستان لا هم د ترهګرو له ملاتړه لاس نه دی اخيستی."

په امام بارګاه کې زخمی شوی يو کس

پيښور کراچۍ کې د مدني ټولنو غړو او عامو خلکو د مظاهرو په کولو سره د حيات اباد پروني ځانمرګي بريدونه وغندل او له حکومته يې وغوښتل چې په ريښتيني ډول دي د ښو او بدو طالبانو ترمنځ د فرق کولو پاليسي ختمه او امنيت راولي. دوی تور لګاوه چې پاکستان لا هم د ترهګرو له ملاتړه لاس نه دی اخيستی.

د خيبر پښتونخوا په حیات اباد کې د شیعه ګانو په امام بارګاه کې شوې پرونۍ حملې پر ضد نن سهار پيښور او ماښام د کراچۍ پریس کلب مخې ته د مدلنې ټولنو لخوا مظاهر وشوه. مظاهرینو د پیښور د پیښې د قربانیانو په یاد شمعې بلې کړي او د ترهګرۍ پر ضد يې نعرې ووهلي.

تحريک طالبان پاکستان د دې حملې زمه وارې منلي وه. د دريوو ځانمرګو بريد کوونکو په دي حمله کې يوويشت کسان وژل شوي او د پنځوس په خوا او شا کې زخميان شوي وو.

د پيښور په ننۍ مظاهره کې د مدني ټولنو غړو، سوداګرو او عامو خلکو برخه اخيستي وه. د پښتونخوا اولسي تحريک يو غړي، ډاکټر ناصرالملک مشال ريډيو ته وويل تر څو چې د پاکستان رياست د ترهګرو له مرستې لاس نه وي اخيستي تر هغې به شيعه ګان هم مري او نور عام خلک هم. نوموړي زياته کړه: ((د پاکستان حکومت دعوه کوي چې د ښو او بدو وسله والو فرق نه کوي خو حالاتو ته په کتو سره زموږ دا پوره يقين دی چې تر اوسه پاکستان د ترهګرو له ملاتړ لاس نه دی اخيستی.))

د پاکستان ادارې اوس هم د ښو او بدو وسله والو پالیسۍ پالي او د ټولو وسله والو ډلو په ضد هغسې کاروایي نه کوي کومه چې پکار ده.

هلته بيا د کراچۍ په مظاهره کې شامل، د پاکستان د بشري حقونو کميشن د سند څانګې مشر، اسد اقبال بټ مشال ريډيو ته بيګا ماښام وويل چې که څه هم پاکستان کې په ترهګريزو بريدونو کې ګڼ خلک وژل شوي خو اوس هم چارواکي د ښو او بدو وسله والو د توپېر په کولو له وجې حکومت او امنيتي ادارې د بريدونو په مخنيوي کې پاتې راغلي.

اقبال بټ زياته کړه کله چې یوه بده پیښه وشي نو حکومت د لږ وخت لپاره د هغې اړوند ځينې ګامونه پورته کړي خو د لږ وخت تر تېرېدو وروسته بيا د امنۍ پېښې هېرې شي چې له وجې يې نورې ترهګريزې حملې کيږي.

اسد اقبال بټ وايي: ((پکار ده چې حکومت نور صفا خلکو ته ووایي چې وسله وال د اولس، حکومت او ټول انسانیت دشمنان دي. د دوی پر ضد بايد سخته کاروایي وکړي ځکه ریاست سره ددې واک او ځواک شته چې دا بدامني ختمه کړي.))

په مظاهره کې شریک د مدني ټولنې یو بل غړي عبدالحی وینا وه چې د خلکو د ځان او مال د حفاظت زمه واري د امنیتي ادارو دهاو پکار ده چې دوی خپله دا دنده په سمه طريقه وکړي.

د تحريک طالبان پاکستان له خوا خپاره شوي دي تصوير کې د دوی يو قوماندان خليفه عمر منصور د حيات اباد د ځانمرګو بريد کوونکو سره

نوموړي مشال ريډيو ته وويل: ((پاکستان کې د تېرو اتلسو يا شلو کالو راهيسې د شيعه ګانو امام بارګاوې او د محرم مجلسونه په نښه دي. په پاکستان کې جنګ د مسلکونو مینځ ته راورسیدو خو ادارې اوس هم د ښو او بدو وسله والو پالیسۍ پالي او د ټولو وسله والو ډلو په ضد هغسې کاروایي نه کوي کومه چې پکار ده.))

ياده دي وي چې د پاکستان حکومت د دسمبر د مياشتې په شپاړسم تاريخ پيښور کې پر آرمي پیلک سکول تر بريد وورسته د قامي ايکشن پلان په نامه د يوې نوې پاليسي اعلان وکړ او ويلي يې وو چې اوس د ښو او بدو طالبانو فرق نه کوي او د ټولو وسله والو په خلاف يو شان عمليات کوي. د څيړونکو په وينا ښه طالبان هغه دي چې پاکستان کې خوندي ځايونه لري خو حملې له دي ملکه بهر کوي. بد طالبان هم دي چې پاکستان کې دننه بريدونه کوي.