د کوټه ښاروالۍ ګټلو په ویاړ د پښتونخوا ګوند جشن

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتنو ملتپالي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د بلوچستان صوبې د سرښار کوټې د ښاروال څوکۍ ګټلو وروسته د دغه ګوند پلویانو د کوټې ښاروالۍ ودانۍ مخې ته خپل بری په اتڼونو لمانځي. ډاکټر کلیم الله چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند یو مرکزي غړی دی، د کوټې د نوي ښاروال په توګه هم نن د چارشنبې په ورځ وټاکل شو.