عوامي نېشنل ګوند وايي، لر او بر يو افغان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان صوبې صدر اصغرخان اڅکزی وايي، عوامي نیشنل ګوند لا هم د لر او بر يو افغان په لاره روان دی، او هم ځکه يې مشران او کارکنان وژل کېږي. د اصغراڅکزي په خبره پښتانه دې يواځې دا سوچ وکړي، چې عوامي نېشنل ګوند که په واک کې وو هم وژل کېده، او نن چې له واکه لیرې دی، هم يې کارکنانو او خواخوږي وژل کېږي. دا او له دې سره تړلې نورې خبرې له نوموړي سره دا اوونۍ د مشال مرکه کې واورئ چې په کوټه کې زموږ همکار خدای نور ناصر یې کوربه دی.