په ۱۳ کلونو کې د افغانستان په امنیتي حالت کې بدلون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې خپرونه کې به واورئ چې په تېرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان امنیتي حالات څنګه بدل شوي دي؟ د هغه هېواد د امنیت خرابوالي لاملونه څه دي؟ ایا افغانان د جګړې نه شتون غواړي، که نه د ثبات په تکل دي؟ ایا د افغانستان ملي پوځ هېواد ته د ورپېښو ګواښونو مقابله کولای شي؟ ایا د افغانستان پولیس به د کورني امنیت په ټينګښت کې بریالي شي؟ افغان ملي امنیتي ځواکونه څه نیمګړتیاوې لري؟ امنیت او جمهوریت او جمهوري ارزښتونه له یو بل سره څه تړاو لري؟ په خپرونه کې حسیب الله شینواری، خوشال خلیل او پوهاند نصر الله ستانکزی زموږ مېلمانه دي. جمهوریت د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.