وسله والو په پاریس کې د یوې مجلې پر دفتر برید کړی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

وسله والو په پاریس ښار کې نن د چارلي هیبدو مجلې په مرکزي دفتر باندي ډزو کي د دوو پولیسو په ګډون، لږ ترلږه ۱۲ کسان ووژل. پولیس وایي، په حمله کي دغه راز لس کسان ټپیان دي چې د پنځو حالت یي نازک ښودل شویدی. دغې مجلې ته د اسلام پیغمبر حضرت محمد (ص) د کاریکاتورونو د خپرولو له امله په مکرر ډول ګواښونه شوي وو. د فرانسې جمهوررئیس فرانسوا اولاند چې له حملې وروسته د پېښې ځاي ته ورسیده، خبریالانو ته یي وویل، دا یو تروریستی عمل دی او زیاته یي کړه چې د څلورو ټپیانو وضعه خرابه ده. د فرانسې حکومت په پاریس کي د تروریستي حملو د خطر سطحه پورته کړیده. د مجلې پر دفتر د برید په اړه د رویټرز خبري اژانس دا ویډیو وګورئ.