کابل: ځانمرګي برید یو کس وژلی، شپږ ټپیان

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کابل کې د اروپايې اتحادی د پوليسو پر موټر ځانمرګي بريد کې يو لاروی وژل شوی دی. په افغانستان کې يادې اتحاديې ويلي، دغه پېښه پرون (دوشنبه) د کابل په مشرقي برخه کې د دوی له مرکز سره نږدې هغه وخت وشوه کله چې ځانمرګي بريدګر د چوونکو توکو يو ډک ګاډی د دوی له موټر سره وجنګاوه. په موټر کې ناست کسان محفوظ پاتې شوي خو د پېښې په ځای کې شپږ ولسي وګړي ژوبل شوي وو چې يو پکې وروسته سا ورکړه. په دې اړه ویډیو وګورئ.