د ننګرهار نجونې د ملالې پاملرنه غواړي

د ننګرهار نجونې په یوه غونډه کې

په ننګرهار کې نجونې زده کوونکي که له یوې خوا د ملالې يوسفزۍ د نوبل مډال په اخيستو خوشالې دي، نوله بلې خوا تمه لري چې د ملاله فنډز نه دې د افغانستان د نجونو او ماشومانو د تعليمي کچې د لوړولو په برخه کې مرسته وشي.


په ننګرهار کې د ښوونځيو نجونې زده کوونکي وايي چې ملاله يوسفزۍ دې د تعليم په برخه کې افغانستان هم د خپلو مرستو نه برخمن کړي.

په ننګرهار کې نجونې زده کوونکي که له یوې خوا د ملالې يوسفزۍ د نوبل مډال په اخيستو خوشالې دي، نوله بلې خوا تمه لري چې د ملاله فنډز نه دې د افغانستان د نجونو او ماشومانو د تعليمي کچې د لوړولو په برخه کې مرسته وشي.


په ننګرهار کې د الايي ليسې د دولسم ټولګي زده کوونکې ارزو شيرزاد په دې اړه مشال راډيو سره په خبرو کې وويل:


(( ملاله يوسفزۍ زموږ د ټولو لپاره يو افتخار، يو وياړ دی. يوه پښتنه پېغله ده. افغانستان چې يو ډیر ځوريدلی او درديدلی هيواد دی، د تعليم کچه يې ډيره وروسته پاتې ده، زده کوونکي يې ډیرو مرستو ته اړتیا لري. موږ ترې هيله لرو چې د تعليم په برخه کې افغانستان سره هم مرسته وکړي، او دا ځکه چې افغانستان د دې پلرنی وطن دی.))

د بی بي حوا لېسې زده کوونکې سلما قريشي هم تمه لري چې ملاله يوسفزۍ دې له افغانستان سره هم د تعليم په مد کې د خپل فنډز مرسته وکړي.


(( لکه څنګه چې ملاله فنډز څخه نورو هيوادونو سره مرسته کيږي، افغانستان سره دې هم مرسته وکړي. افغانستان ضرورت لري چې نور ورسره مرسته او کومک وکړي. او موږ له ملالې څخه غواړو چې له خپل فنډز نه موږ هم برخمن کړي.))

د شبانې په نوم يوه بله زده کوونکي هم له ملالې يوسفزۍ نه ورته غوښتنه لري او وايي:


(( کله چې ملالې د نوبل جايزه واخيسته، موږ ټولو پرې فخر وکړو، بله دا هغې په پاکستان او نورو هيوادونو کې د خپل فنډز نه مرسته اعلان کړې ده. باید چې د افغانستان د خلکو لپاره هم د پوهې او تعليم زمینه برابره کړي.))

ملالې يوسفزۍ سږکال د سولې د نوبل جايزې تر څنګ بيلابيلې نړيوالې جايزې هم تر لاسه کړي او د تعليم د مبارزې خطاب يې ګټلی دی. نوموړې په خپلو مرکو کې د پاکستان تر څنګ يو شمير نور هيوادونه هم ياد کړي چې د ملاله فنډز نه به د تعليم په برخه کې ورسره مرسته کیږي.