د بشیر بلور دویم تلین ولمانځل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ګل پر ورځ د پېښور نښتر تالار کې عوامي نېشنل پارټۍ د بشیر احمد بلور دویم تلین ولمانځلو چې له نننه دوه کاله وړاندې د ۲۰۱۲م کال پر ۲۲م ډیسېمبر ماښام مهال له خپلو اتو ملګرو سره یو ځای د پېښور له کیسه خوانۍ بازار سره جوخت په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. بشیر بلور د خېبر پښتونخوا پخوانی مشر وزیر او د عوامي نېشنل پارټۍ یو له مخکښو مبارزانو و. هغه ټول عمر د خدای خدمتګار له مشر باچا خان او د اې اېن پي له مشر عبدالولي خان سره په سیاسي لښکر کې مبارزه کړې وه. د خالد خان ویډيو