چې دوی له خپل اولاده سره اوخاندي درویشه - زمونږ د هر یتیم لیمه راډک شي زړه ورتنګ شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

درویش درانی د پښتو یو پیژندل شوی شاعر او لیکوال دی. هغه د بلوچستان د ګلستان سیمې سره تعلق لري، او اوس په کوټه کې ژوند کوي. درویش درانی وایي شاعري له زړه نه کیږي، او کوم شعر چې له زړه نه، نه لیکل کیږي په هغې کې ژوند نه وي. هغه وايي چې څوک شاعر وي، نو څه وخت یي هم شعر په سوچ او فکر کې جوړیدای شي، خو باید انسان مطالعه وکړي، او د ژبې حق ادا کړي. هغه وایي لیکلو ته به یا خو پوره پام ورکوې او یا باید پرېښودل شي.