'د پاکستان او افغانستان امن له یو بل سره تړلی دی'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نېشنل پارټۍ مشر اسفندیار ولي خان وايي، چې د پاکستان سیاسي مشرتابه په لومړي ځل د ترهګرۍ پر وړاندې په یوه خوله خپل عزم او ولوله وښودله. د مشال راډيو له همکار ګل ایاز سره په خپله ځانګړې مرکه کې نوموړي وویل، تر څو چې د پاکستان ریاست او د افغانستان ریاست په خپلو کې کښېنستي نه وي او د ترهګرۍ ستونزه یې په ګډه نه وي هواره کړې نو نه په پاکستان کې او نه په افغانستان کې امن راتلی شي. له اسفندیار خانه د مرکې په سر کې وپوښتل شول چې د پاکستان وزیراعظم نواز شریف په خپلو څرګندونو کې په لومړي وار د ښو او بدو طالبانو توپیر ختم کړی، دې نوي پرمختګ ته څنګه ګوري؟