خوستوال:د بې کیفیته پروژو مخه دې ونیول شي

په خوست ولایت کې ډیری هغو ودانیزې پروژې او د بیارغونې کارونه ،چې په وروستیو کلونو کې ترسره شوي ،دخراب کیفیت له کبله ویجاړ او زیانمن شوي دي.

په خوست ولایت کې ډیری هغو ودانیزې پروژې او د بیارغونې کارونه ،چې په وروستیو کلونو کې ترسره شوي ،دخراب کیفیت له کبله ویجاړ او زیانمن شوي دي.

د خوست اوسیدونکي وايي، چې حکومت او موسسې باید د ډیرو پروژو د پلي کیدو پر ځای د هغو کیفیت ته پام زیات کړي، تر څو تر ډېره وپایږي او خلکو ته يې ګټه ورسیږي.

بل لوري ته د خوست سیمه ییز چارواکي وايي ،چې اوسمهال يې د پروژو کیفیت ته پاملرنه ډېره شوې او نه پريږدي، چې پروژې په خراب کیفیت ترسره شي.

د خوست یو شمېر اوسیدونکي د بیارغونې به برخه کې د ترسره شویو پروژو پر کیفیت نیوکه کوي.

دوی وايي، چې ډیری هغه سړکونه، ودانۍ، پلونه، ویالې، ښوونځي او نور تاسیسات چې په خوست کې جوړ شوي، په لږو کالونو کې ویجاړ او یا هم زیانمن شوي دي.

د نویو سړکونو ځینې برخې ټیټې شوې، د ښار ډیری پارکونه ویجاړ شوي او په وروستیو کالونو کې جوړې شوې حکومتي ودانۍ هم دومره زړې او بې خونده مالومیږي، چې خلک ناهیلي کوي او فکر کوي، چې د پروژو د پلي کیدنې په برخه کې په پراخه اندازه فساد شوی دی.

د غرغښت مرکزي لیسې مدیر شاه جهان په یاد ښوونځي کې د یوې نوې جوړې شوې ودانۍ، چې د خراب کیفیته له امله تر اوسه حکومت نه ده تسلیم کړې، خو کار ځینې اخیستل کیږي مشال راډیو ته وايي، چې هر وخت د دې ودانۍ د رالویدو ګواښ موجود دی:

((دا تعمیر په همدې شکل دی، چې نه شیشې لري او نه دروازې لري، چت يې ممکن تاسو لیدلی وي، چې په دلیو خاورې پرې پرتې دي، کله نا کله داسې احساس کوم، چې خدای مکړه دا ودانۍ زما پر زده کوونکو راړنګه نه شي.))

په خوست کې مدني فعال رفیع الله زیار وايي، چې په خوست کې د بیارغونې ډېر کارونه شوي، خو د خراب کیفیت له کبله بیرته په ورانیدو دي:

((په خوست ولایت کې په رښتیا هم ډېر کارونه ترسره شوي دي، خو متاسفانه چې د هغو کیفیت خراب دی، په دې کې سړکونه دي، پیاده رونه دي، چې هغه بیارغول شوي دي، خو اوس بیرته ناست دي، همدارنګه د پارکونو حالت ډېر خراب دی.))

د خوست ولایتي شورا استازی عبدالولي واحدزی د پروژو په بې کیفیته عملي کولو کې د نظارت د ټیمونو څخه نیولې، بیا تر ولایتي مسوولینو او د وزارت تر چارواکیو پورې لاس لرل یادوي او وايي، چې دا ټول په یو ډول په فساد کې ښکېل دي:

((د پروژو د خراب کیفیت یو لامل د لوړ پوړو حکومتي چارواکو لاس لرل دي، بل په اړوندو وزارتونو کې معامله ګرۍ دي، دریم ولایتي چارواکي او د دې کارونو د نظارت له پاره هغه موظف کمیسیونونه دي، د هغوی معاملي او فساد کې ښکیلتیا د دې لامل شوې ده، چې د پروژو کیفیت ټیټې سطحې ته راشي.))

خوست سرپرست والي عبدالجبار نعیمي مشال راډیو ته وايي، چې په اوسمهالو پروژو کې ولایتي ادارې هڅه کړې ده، چې د پروژو کیفیت او څرنګوالی کلک وڅاري، تر څو د تېر په شان بیا هم ټولګټې پروژې په خراب کیفیت کې عملي نه شي.

خوست سرپرست والي ټینګار وکړ، چې په هېڅ ډول به د پروژو بې کیفیته عملي کیدنه ونه مني.

کتونکي په دې باور دي، که چیرې د خوستوالو غوښتنو او لیوالتیا ته په کتو سره ترسره کیدونکي پروژې په اساسي او معیاري بڼه ترسره شي، نو حکومت به د خلکو او ولسونو پراخه باور لاسته راوړي.