له پېښوره تر چينه د زاهد احساس خان تعليمي سفر

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

زاهد احساس د پيښور ورمړو په سيمه کې له يوه سرکاري سکوله خپلې لومړۍ زده کړې پيل کړې. په ښه نمبرو د لسم پاسولو وروستو نوموړی د پاکستان له يوه مشهوره کالجه اسلاميه کالج پيښوره د دولسم او بيا څوارلسم ډګريانې ترلاسه کړې او همدارنګ په ۲۰۰۶ م کال کې يې له پيښور يونيورسټۍ په ښه پوزيشن شپاړلسم وکړو. له دې وروستو بيا د نورو زده کړو لپاره چين ته ولاړ. د ځوانانو غږ خپرونې کوربه اسرار عالم مومند د زاهد احساس او د هغه له خپلوانو او ملګرو سره د نوموړي په لاسته راوړنو خبرې کړې.