د پاکستان امنیتي ځواکونو د پنجاب اسمبلۍ یو غړی د تښتوونکو له ولکې خلاص کړی دی.
د پنجاب اسمبلۍ غړی رانا جمیل حسن شپږ میاشتې مخکې تښتول شوی وو چې د خلاصولو عملیات یې تېره ورځ تر سره شول.
دی د مې په میاشت کې له خپلې مېرمن سره اسلام اباد ته روان وو چې په سرګودې کې وسله والو دوی وتښتول. څو ساعته وروسته تښتوونکو د حسن ښځه خوشې کړه.
د خیبر پښتونخوا د صوبايي حکومت یوه چارواکي ویلي، د حسن د ژغورنې عملیات په پښتونخوا کې شوي. دې چارواکي په دې اړه له نورو مالوماتو ورکولو ډډه وکړه.
دا هم نه ده مالومه چې رانا جمیل حسن چا تښتولی وو.