د پښتونخوا لرغوني هنډ ګڼ باچهان لیدلي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اباسین په غاړه دغه ویجاړ او وران ښار هنډ د لرغوني ګندهارا تهذیب او مدنیت درېیمه پلازمینه وله او د خپل وخت صنعتي او کاروباري ښار وو. دې لرغوني ویجاړ ښار هنډ ، د یوناني سکندر، سیتایانو، کوشیانیانو، هندو شاهي، شهاب الدین غوري، چنګېز خان، تېمور لنګ ، او له ظهرالدین بابره تر اکبره ګڼې تاریخي دورې لیدلې دي. له چینه زیارتیان له همدې لارې هند ته پورېوتي دي. د خالد خان ویډيو