د وسله والو طالبانو د رواني ناروغیو درملګر

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په افغانستان کې د نفسیاتي (رواني) ناروغیو ډاکتر نادر علیمي له تېرو ۲۷ کلونو راهیسې په مزار شریف کې د ناروغانو درملنه کوي. ده له مشال راډیو سره په یوې ځانګړې مرکې کې د هغو وختونو یاد تازه کړ چې کله یې د هغو افغان وسله والو طالبانو علاج کاوه چې په رواني ناروغیو اخته ول.