په افغانستان کې د کرېکټ بریا مانځل کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

افغانستان (الف) لوبډلې پاکستان (الف) لوبډلې ته په څلور پنځوس منډو شکست ورکړ. د لوبې کتلو لپاره افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان لومړی وزير، نواز شريف هم ورغلي وو. نجيب ځدران د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو. پاکستان ونه توانېد هدف پوره کړي. په پنځلسو اوورونو کې يې يوازې ١٠٠ منډې وکړې او ٩ لوبغاړي يې اوټ شول.