'د ګورنرۍ لپاره مې تر خپل ورور بل وړ کس ونه لید'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وايي، چې د ده ورورو ګورنر محمد خان اڅکزی نه یوازې په جنوبي پښتونخوا کې بلکې د ټول پاکستان تر ګورنرانو په خپل مسلک کې لایق، قابل او د دې څوکۍ لپاره وړ کس دی. دی وايي، که یو چا هم پر هغه د یوې روپۍ غلا واوړله نو دی به د ګوند له مشرۍ استعفا ورکوي. د مشال راډیو په پراګ سټوډيو کې مو له ښاغلي اڅکزي سره د پښتنو پر سیاسي حالاتو ځانګړې مرکه کړې.