پاکستان د جنسي مساواتو په لیست کې په ۱۴۱ نمبر

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

ورلډ ایکنامک فورم وایي په نړۍ کې پاکستان د جنسي مساواتو په لیسټ کې په ۱۴۱ نمبر دی. د اقتصاد نړیوال فورم یا ورلډ ایکانامک فورم د کال ۲۰۱۴م د جنسي مساوات د رپوټ تر مخه پاکستان په ۱۴۱ نمبر دی. دغه سروی په ۱۴۲و هیوادونو کې تر سره شوې ده، او پاکستان یوازې د یمن نه مخکې دی. د ورلډ ایکانامک فورم د جنسي مساواتو په دغه رپوټ کې ایس لینډ تر ټولو لومړی، فنلینډ په دویم او ناروی په دریم نمبر راغلی.