افغان ځوانان قطرکې د کرکټ په جام کې برخه اخلي

جلال اباد کې د کرکټ لوبغاړي


ټاکل شوې د اکتوبر په شلمه په قطر کې د شپږو هيوادونو د شپاړس کلنو ځوانانو تر منځ دکرکټ د ايلیټ کپ سيالۍ جوړې شي.


په همدې خاطر د خیبر پښتونخوا نه د شپاړس کلنو ځوانانو د کرکټ ټيم جلال اباد ته راغلی چې له افغان ځوانانو سره دوستانه تمريني سيالۍ تر سره کړي.

د کرکټ لوبغاړي



د کرکټ دا تمريني او دوستانه سيالۍ به د افغانستان د شپاړس کلنو ځوانانو د ملي ټيم او د خیبر پښتونخوا د شپاړس کلنو ځوانانو ايم سي، ای تر منځ نن د اتوار په ورځ د امان الله خان ښارګوټې په کرکټ لوبغالي کې پيل شي، چې څلويښت اوريزه څلور ميچونه به تر سره کوي.


په همدې اړه د شبنې په ورځ مازيګر مهال د افغانستان په خيتځ کې د کرکټ بورډ مشر قرار عزيزي په يوه خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل:


« نن د خیبر پښتونخوا د شپاړس کلنو لوبډله راغله او دا به په ننګرهار کې زموږ د شپاړس کلنو لوبډلې سره لوبې تر سره کوي چې يوه لوبه به يې د يکشنبې په ورځ وي، بله به يې د دوشنبې په ورځ وي، بله به يې د چارشنبې په ورځ وي او بله به يې د پنجشنبې په ورځ وي. د دې نه زموږ هدف دا دی چې تمريناتي لوبې تر سره شي، تر څو زموږ لوبډله ښه شي، تجربه يې لا زیاته شي، تمرین يې وشي او هلته په لوبو کې ښه کارکرده ګي وکړي.»

د خيبر پښتونخوا د ټيم کوچ ملک فرمان چې د آيم سي اي کرکټ اکاډيمۍ مشري کوي، وايي چې په دغه دوستانه لوبو کې به افغان ځوانان دومره وړتيا پيدا کړي چې ايلټ کپ به له ځانه سره راوړي.


« کوز افغان او بر افغان دا يو افغان دی، موږ ټول عمر د افغانستان د کرکټ لپاره منډه کړې ده. او دا هم زموږ ماشومان دي، زموږ په کلبونو کې لوبې کوي. موږ اميد لرو چې انشاالله دا کوم ميچونه چې وشي، دې کې به زموږ او د دوی ښې مقابلې کيږي او دوی به د ايلټ کپ وينر (ګټوونکي) پاتې کيږي.»

د خیبر پښتونخوا د کرکټ ټيم کپتان خوشحاله و چې جلال اباد ته راغلی او د افغان ځوانانو سره به د کرکټ دوستانه لوبې کوي.


« زه هارون يم د ايم سي ای کپتان يم. زه مخکې هم افغانستان ته د نولس کلنو له ټيم سره راغلی وم. موږ مخکې هم میچونه کړي، د افغانستان کرکټ بورډ زه ډيره شکريه ادا کوم چې زموږ ټيم له يې دعوت ورکړو او دلته يې راوغوښتو. دوی سره به څلور يو ورځيني ميچونه کوو چې ايم، سي، ای ورسره ښه مقابله وکړي، د هغوی به پرکټس وشي، ډیر خوشحاله یم، ډير ښه ماحول دی او سهولت يې هم موږ ته راکړی دی.»

په ننګرهار کې د وړتيا په نوم د يوې سپورتي ټولنې مشر اکرام الله اکرام وايي چې دغه شان دوستانه سيالۍ د دواړو ملکونو په سپورتي تعلقاتو مثبت اغيز پریباسي.


« دغه ډول سيالۍ د دواړو ملکونو په اړيکو، خصوصاٌ د سپورت په برخه کې ډيرې زياتې مثبتې لاسته راوړنې لري، موږ مخکې هم د دغسې لوبو شاهدان يو.»

د يادولو ده چې د اکتوبر په شلمه نيټه به په قطر کې د شپږو ملکونو تر منځ د ايليت کپ په نوم د شپاړس کلنو ځوانانو د ټيمونو تر منځ د کرکټ سيالۍ پيليږي چې پر افغانستان سربيره، قطر، ايران، کويټ، عمان او محتده اماراتو ټيمونه برخه اخلي.