په پاکستان کې د سېلاب وژلو شمېر ۳۵۹ ته ورسېدی

په پاکستان د سېلاب له کبله د اوښتي زیان یو عکس

په پاکستان کې د راغلو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۳۵۹ ته رسېدلی دی او ۶۴۵ کسان پکې ټپي شوي هم دي

اسلام اباد: په پاکستان کې د راغلو سېلابونو له کبله د مړو شمېر ۳۵۹ ته رسېدلی دی او ۶۴۵ کسان پکې ټپي شوي هم دي.

د پاکستان د قدرتي افتونو د انتظام قومي اداره [این ډي ایم اې] وايي چې تر ټولو زیات زیان په پنجاب صوبه کې رسېدلی دی.

د یادې ادارې چارواکي وايي چې په سېلابونو په پنجاب کې ٢٨٢ کسان وژلي او تر ٢٤ لکه یې زیات اغېزمن کړي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې اړه نور تفصیل د احمدالله په رپوټ کې واورئ