کراچۍ: پر جګپوړي پولیس افسر له چاودنې دوه تنه مړه اووه ژوبل

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د ښار پولیسو مشر عبدالخالق شېخ بېګا خبریالانو ته وویل، ريموټ کنټرول موټر بمي برید تېر ماښام په ډیفېنس سیمه کې شوی دی. دی وايي، د حملې هدف د پولیسو پلټنې څانګې یو افسر فاروق اعوان وو چې په برید کې ژوبل شوی دی. د ده په وینا، وژل شوي ولسي وګړي دي او په ژوبلو کې دوه پولیس سرتېري دي.