شندانه خان د کلیوالو پښتنو مرسته کوي

شندانه همایو خان

شندانه بي بي په انګلیسي کې ژباړل شوی د غني خان د شاعرۍ کتاب په چاپولو کې هم برخه اخستې ده چې صاحبزاده امتیاز ترجمه کړی دی.

شندانه همایو خان لوړې زدکړې په هند، امریکا او بریتانیا کې کړې او اوس په قامي کلیوال مرستندویه اداره « نېشنل رورل سپورټ پروګرام نېټورک» کې مشره ده، چې د کلیوالو سیمو تنظیم سازي کوي.

دغه تنظیمونه چې ښځې او سړي دواړه پکې برخه اخلي د خپلو کلیو د ترقۍ لپاره کارونه کوي او بېلا بیل سکیمونه ېې په پام کې دي.

شندانه بي بي په انګلیسي کې ژباړل شوی د غني خان د شاعرۍ کتاب په چاپولو کې هم برخه اخستې ده چې صاحبزاده امتیاز ترجمه کړی دی. دغه کتاب د پیلګریم آف ډیوټي نومیږي. چې اوس تازه تازه مارکیټ ته راوتی دی.

شندانه خان مو د سروی اونیزې خپرونه کې مېلمنه ده چې کوربنه یې ملیحه امیر زاده ده.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

شندانه خان له پښتنو کلیوالو سره مرستې کوي