کندهار ځانمرګی برید، د ارغستان امنیه قومندان وژل شوی دی

په کندهار کې وخت په وخت ځانمرګي او ډله ییز بریدونه کېږي.

کندهار - د افغانستان د کندهار ولایت د ارغستان ولسوالۍ د امنیې قوماندان عبدالمناف په یوه ځانمرګي برید کې وژل شوی دی.

دا ځانمرګی برید د یکشنبې او دوشنبې پر شپه شاوخوا نهه بجې د ارغسان ولسوالۍ د امنیه قوماندانۍ په ودانۍ کې شوی دی.

د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک په دې اړه مشال راډیو ته وویل: ((د ارغستان ولسوالۍ د امنیه قومندانۍ دننه ځانمرګی برید شوی دی چې پکې د ارغستان ولسوالۍ امنیه قومندان او ورسره دوه تنه سرتېري په شهادت رسېدلي دي. شپږ کسه نور زخمیان شوي دي. په زخمیانو کې د څلور تنو حالت د ډاډ وړ دی.))

وسله والو طالبانو د دې پېښې پړه منلې ده.

په کندهار او بېلا بېلو ولسوالیو کې یې وخت په وخت ځانمرګي او ډله ییز بریدونه کېږي چې پکې د افغان ملي امنیتي سرتېرو په ګډون ولسي وګړو ته هم مرګ ژوبله وراوړي.