د پښتونخوا سیاستوالو پر عمران خان او طاهرالقادري نیوکې وکړې

د اسلام اباد د تشدد منظر

د خيبر پښتونخوا سياسي مشرانو پر تحریک انصاف او عوامي تحریک نيوکې کړې دي او د هغوی په تاوتریخوالي اوښتی احتجاج یې د جمهوریت پر ضد ګام بللی دی.

پېښور: د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف ، عوامي تحریک او امنیتي ځواکونو تر منځ اړی ګوړی دوام لري.

د خيبر پښتونخوا سياسي مشرانو پر تحریک انصاف او عوامي تحریک نيوکې کړې دي او د هغوی په تاوتریخوالي اوښتی احتجاج یې د جمهوریت پر ضد ګام بللی دی.

د جمعیت علماء اسلام (ف) ډلې یو مهم مخکښ مشال راډیو ته وویل چې دوی په خپل ټول سیاسي ژوند کې د پولیسو دومره صبر نه دی لیدلی لکه د اسلام اباد پولیسو چې د تحریک انصاف او عوامي تحریک په وړاندې وکړ.

د عوامي نشنل ګوند ویاند بیا وايي چې د عمران خان بچي په لندن کې او د طاهرالقادري بچي په لاهور کې ناست دي او د نورو بچې یې تشدد ته ور وړاندې کړي دي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اسلام اباد د حالاتو په اړه د خیبرپښتونخوا د سیاستوالو نظرونه دلته واورئ