افغان ټاکنیز کړکېچ پر پاڼ ولاړ

که د رایو له پلټنو یا هم د هغې له نتیجو یې هر یو کاندید پر شا شو نو له دې به سیاسي کړکېچ نور زیات شي، او د کابل کوڅو ته ممکنه راماتېدونکې قهرېدلي مظاهره چیان به د ملي امنیت ځواکونو پر وړاندې لوی ګواښ راڅېرمه کړي.

په افغانستان کې له جون میاشتې راهیسې انتخاباتي کړکېچ د ګل پر ورځ له خطره ډک یو بل پړاو ته ووایښت چې کله چارواکو د درغلو رایو ناسم ګرځولو بهیر پیل کړ، داسې ښکاري چې له دې سره د ولسمشرۍ کاندیدانو ترمنځ، بله سخته لانجه په رامنځ ته کېدو ده.

د جون پر څوارلسمه نېټه د ولسمشر حامد کرزي د ځایناستي لپاره له ترسره شوو ټاکنو راهسیې دغه هېواد په ټپه ولاړ دی، چې پکې د امریکا په مشرۍ د طالب یاغیانو پر ضد ۱۳ کلنه جګړه او د کرزي واک یو ځای پر ختمېدو دی.

کرزی پر دې ټینګاري دي چې وار دمخه ځنډول شوي د نوي ولسمشر د سوګند اوچتولو مراسم دې د ستمبر پر دویمه نېټه ترسره شي، د سختې وروستۍ نېټې په ټاکلو سره د ډاکټر اشرف غني او عبد الله عبدالله د انتخاباتي پلویانو ترمنځ تناو هم زیات شوی دی.

د امریکا په مشرۍ له جوړجاړي پس دواړه کاندیدان پر دې سلا شو چې په ټولو اته میلیونو رایو کې د درغلیو پلټنې وشي. د دې جوړجاړي موخه افغانستان د ۱۹۹۰مو کلونو د نسلي جګړو له تکراورلو راګرځول وو.

امریکا پر دې ټینګار کوي چې د سټمبر پر څلورمه نېټه د ناټو سرمشریزې تر پېلېدو مخکې نوی افغان ولسمشر سوګند وکړي، چې هغه به بیا سږ کال په دغه هېواد کې د اتحادیانو جنګي ماموریت پای ته رسېدل او وروسته پر کېدونکي ملاتړ لاسلیک کوي.

که د رایو له پلټنو یا هم د هغې له نتیجو یې هر یو کاندید پر شا شو نو له دې به سیاسي کړکېچ نور زیات شي، او د کابل کوڅو ته ممکنه راماتېدونکې قهرېدلي مظاهره چیان به د ملي امنیت ځواکونو پر وړاندې لوی ګواښ راڅېرمه کړي.