خبرونه جلال اباد: بمي چاودنې څلور تنه ټپیان کړل اګست ۱۵, ۲۰۱۴ د ننګرهار ولايت مطبوعاتي وياند احمد ضیا عبدالزي مشال راډيو ته وويل: نن (جمعه) مازیګر پينځه باندې څلور بجې د جلال اباد ښار تالاشۍ چوک کې د ټرافیکو غرفې ته نيږدې، د يوې بمې چاودنې له امله دوه تنه ټرافيک پوليس او دوه تنه عام وګړي ټپیان شول.