په پېښور کې د سېکانو احتجاجي لاریون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې سېکانو د چارشنبې پر ورځ تر هغې وروسته احتجاجي لاریون وکړ چې د وسله والو په یوه حمله کې د دوی یو ملګری ووژل شو او درې ژوبل شول. قهرجنو مظاهره کوونکو د خیبر پښتونخوا حکومت، تحریک انصاف ګوند او مسلم لیګ (ن) پر ضد نارې ووهلې او پر سړک یې ټایرونه وسوځل.