د مشال راډيو خبریال د وزیرستان د سترګو لیدلی حال راکوي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د مشال ريډيو خبريال سيلاب مسود يو له هغو درې  خبریالانو  دی چې شمالي وزيرستان ته تللی وو او تر شاوخوا لس ورځو پورې هلته ګير پاته وو. نوموړي په لسو ورځو کې ډېر څه په خپلو سترګو ليدلي.   د ډېرو هلو ځلو وروسته سيلاب مسود د جنوبي وزيرستان له لارې اوس بيرته ډېره اسماعيل خان ته رسېدلی دي.   له ده سره د مشال همکار عبدالحي کاکړ مرکه کړې او په سر کې يې ځينې پوښتلي چې په شمالي وزيرستان کې یې په خپلو سترګو څه وليدل چې کومي سيمې د پوځ او کومې بيا د وسله والو طالبانو په کنټرول کې وې.؟