'له وزیرستان او قبایلي سیمو راپورونه د باور وړ نه وي'

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې له څو ورځنۍ پوځي کاروايې وروسته په سیمه کې ګرځبندیز اعلان شوی وو خو د دغو عملياتو په اړه له سيمي متضاد مالومات مخې ته را تلل.   د ميډيا زياته تکيه پر هغو مالوماتو ده چې د پاکستان د پوځ اطلاعاتو څانګې ای اېس پي ار او يا د امنيتي سرچينو لخوا ورکول کيږي. دا لومړی ځل نه دی چې له قبايلي سيمو په کره مالوماتو ترلاسه کولو کې ميډیا له مشکلاتو سره مخامخ ده.    پوښتنه داده چې له هغه ځايه راوتونکي مالومات څومره د باور وړ دي. هم دغه پوښتنه عبدالحی کاکړ له خبريال او څيړونکي الياس خان سره څېړلې ده.