شمالي وزیرستان کې اوان مرمۍ د یوې کورنۍ شپږ تنه ووژل
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په شمالي وزیرستان کې د یوه کور دننه د اوان مرمۍ چاودېدو په پېښه کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي.
چارواکي او د سیمې اوسېدونکي وايي، پېښه نن سهار په شوال سیمه کې شوې ده. په وژل شویو کې درې ښځې او دوه ماشومان هم شامل دي. په شمالي وزیرستان کې ډېری خلک په کورونو کې درنه او سپکه وسله ساتي چې له کبله یې دا ډول حادثې کېږي.