د سندرو امېل (له سندرغاړي مشال سره خبرې)

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سندرو امېل خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په نننۍ خپرونه کې د جنوبي پښتونخوا (یا د بلوچستان پښتون مېشته سیمې) له نومیالي سندرغاړي مشال سره خبرې کوو. دی هیله من دی چې د بلوچستان حکومت به د سیمې له هنرمندانو سره مرستو ته حاضر شي. دی وايي، سندرې ویل یې د دې لپاره پیل کړل چې د ژوند تېرولو لپاره پیسې وګټي. مشال وايي، د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سیاسي کارکن هم پاتې شوی دی. د تل په څېر، په خپرونه کې سندرې هم درخپروو. د سندرو امېل خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.