سیاستوال هاشم بابر په خپله سیاسي فیصله پښېمانه دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

هاشم بابر له یوه ملتپال سیاستوال سره سره یو وتلی لیکوال هم دی، د نوموړی له څلورو کتابونو یې یو د بلوچستان پوهنتون او بل د پېښور پوهنتون په نصاب کې شامل دی. هاشم بابر له ریټایرمنټه پس عملي سیاست کې ګام کېښود. نوموړی د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزی مرستیال مشر وو  خو بیا د پارټۍ  له مشرانو سره له اختلافه پس دغه ګوند پريښودو او د پاکستان تحریک انصاف کې یې شمولیت وکړو، خو هغه دغه فیصله د خپل سیاسی ژوند یوه لویه تېروتنه بولی. هاشم بابر نن د مشال مرکه کې له خالد خان سره مېلمه دی.