اسلام اباد د پاکستان تر ټولو خطرناک ښار

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان قامي اسمبلۍ کې د قايمه کميټۍ يو چارواکی وايي، چې مرکز اسلام اباد یې د هېواد انتهايې خطرناک ښار ګرځولی دی. له مشال راډيو سره په خبرو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې په وړاندې شوي رپوټ کې راغلي، په دغه ښار کې د القاعده، تحريک طالبان پاکستان او لشکر جنګوي وسلوال پټ دي.