سروې (د ننګرهار ښځو ریاست له مشرې انیسې عمراني سره خبرې)

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سروې خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. په نننۍ خپرونه کې مو د ننګرهار ولایت د ښځو ریاست له مشرې انیسې عمراني سره خبرې کړې دي. نوموړې وايي، دوی د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي مخنیوي لپاره کار کوي. انیسې عمراني د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو له پوهنځي فارغه شوې ده. دې پخوا تر ۱۰ کلونو په لیسې کې د استادې په توګه دنده تر سره کړې ده. انیسه عمراني وايي، د ښوونې او روزنې او له سیاست دواړو راضي ده. د دې په خبره، په تېرو کلونو کې په افغانستان کې د ښځو حالت ډېر ښه شوی دی، له سیاسي تر ټولنیزې او له اقتصادي تر د کورنیو کچ، د ښځو په حالت کې ډېر پرمختګ شوی دی. له انیسې عمراني سره نورې خبرې په سروې خپرونه کې اورېدای شئ چې د هغو ښځو په ویاړ جوړېږي چې د ژوند په میدان کې یې لویې دندې تر سره کړې وې. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.