د کرښې پر غاړه (په پېښور پوهنتون کې تاوتریخوالی)

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د کرښې پر غاړه خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست. تېره اوونۍ په پېښور پوهنتون کې د زده کوونکو د دوو ډلو تر منځ نښته وشوه. تر دې وروسته د یونیورسټۍ امنیت حالت خراب شو، او هلته د زده کړو عمل اغېزمن شو. د نن د کرښې پر غاړه خپرونه کې پر دې موضوع بحث کوو چې په پوهنتونونو کې د خبرو اترو پر ځای د تشدد له لارې ستونزې هوارول څه اثرات لرلای شي او دا به ټولنې ته څومره تاوان ورسوي؟ په خپرونه کې د پښتون ملتپاله زده کوونکو سازمان طارق افغان او د اسلامي جمیعت طلبه د پېښور ناظم میا سهېل مېلمانه دي. خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.