د بنو شاړې ځمکو ته دې لښتي وغځول شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د بنو له باراني ډیمه د لکي مروت او تاجوړي له سیمو سره نیمه قبایلي سیمې ته یو نهر وتلی دی چې د خلکو زرعي ژوند او حاصلات یې ډېر ښه کړي ول. خو اوس د سیمې اوسېدونکي وايي، له ۱۵ کلونو راهیسې دا نهر وچ شوی دی او د دې له کبله دوی ډېر کم زرعي حاصلات لري. دوی وايي، له مودې راهیسې د دوی ځمکې شاړې پرتې دي. خلک د پښتونخوا له اعلا وزیره د دې نهر د بیا پر حاله کولو غوښتنه کوي. تفصیل په دې رپورټ کې.