د ملا برادر د خوشې کېدو پرېکړه سبا کېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان وايي د افغان طالبانو د يو مهم مشر ملا عبدالغنی برادر د خوشي کولو حتمي پريکړه به سبا د زيارت په ورځ کوي. دا خبره د پاکستان وزيراعظم ميا نوازشريف د ترکيي په سفر کې کړي ده. کارپوهان وايي چې د افغانستان د سولي د بهير لپاره د ملا بردار خوشي کول ډير اهميت لري. نور تفصيل زموږ همکار ګل آياز وړاندي کوي.