شلم آییني ترمیم او قبایلي سیمې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

برایه شپه د پاکستان قامي اسمبلۍ په خپله یوه غونډه کې موجود ۲۴۷ غړیو په یوه خوله د شلم آیينى ترميمي بل منظوري ورکړه. د بل منظوریدو وروسته د پاکستان وزیر اعظم یوسف رضا ګیلاني له ټولو پارلماني غړیو مننه وکړه او دا یې په ملک کې د جمهوریت پر لوري یو غوره او ښه ګام و بللو.ګیلاني زیاته کړه چی ټول سیاسي ګوندونه د آیین پابند دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی شوی دی چې د شلم آییني ترمیم له مخې به د پښتنو قبایلي سیمو ته له سیاسي پلوه څه ګټه ورسېږي. ددې بحث میلمانه د عوامي نېشنل ګوند د اطلاعاتو سیکرېټري او سېنېټر زاهدخان ،د قبایلي چارو کارپوه آیاز وزیر او له اورکزي اېجنسۍ څخه د قامي اسمبلۍ غړی منیر اورکزی دی او کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.