پر ایف سي آر له پخواني قاضي میا اجمل سره مرکه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جسټس ريټائرډ ميا محمد اجمل د پيښور های كورټ پخوانی چيف جسټس او د پاکستان سپريم كورټ پخوانی جج پاتې شوی دی او د آئين او قانون لوی ماهر ګڼل کېږي خو ددوى لوی خدمت د فاټا اصلاحات يا قبایلي سيمو لپاره ايف سي آر كې د تراميمو سپارښتنې دي چې د هغه په خبره که اوسني حکومت عملى كړې وای نو د قبايلي سيمو خلکو ته به ډير قانوني، آئيني، سياسي اوسماجي حقوق ملاو شوي وای. . د مشال خبریال خالد خان دا اونۍ په مشال مركه كې ميان اجمل ميلمه كړی دی او له هغوى سره یې په قبایلي امورو او نور قانوني چارو خبرې كړې دي.