د پښتو تکړه شاعر طاهر ځلاند
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د اوونیزې خپرونې تاترې مینه والو،
د روانې اوونۍ په خپرونه کې زموږ مېلمه ځوان او تکړه لیکوال او شاعر طاهر ځلاند دی.
نوموړی د افغانستان د ننګرهار ولایت د روداتو ولسوالۍ دی او زده کړې یې د اسلامیاتو په برخه کې په پېښور کې کړې دي او اوس مهال په کابل کې د ژورنالسټ په توګه کار کوي.
طاهر ځلاند په خپله کم عمرۍ کې په ژور فکر او مطالعه او پخې شاعرۍ پېژندل کیږي. نومړوي تر اوسه د شاعرۍ یوه ټولګه چاپ کړې ده چې ً خوشبو نه وینه د رنګونو څاڅي ً نومیږي.
د دې خپرونې کوربه بوریوال کاکړ دی.