د افغانستان او پاکستان اړیکي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسي حال کې چې پاکستان، افغانستان او امريکا له افغان طالبانو سره د سولي د بهیر د پر مخ وړلو لپاره د لارو چارولټولو هڅي کوي، ولسمشر حامد کرزي تور لګوۍ چې پر هيواد يې د پاکستان له لوري توغندي توغول کيږي. بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو سيکټر سلمان بشير ويلي چې دا وخت په يو بل د تورونو لګولۍ نه دي. د پاکستان او افغانستان د چارواکو تازه څرګندونو، په سيمه کي له طالبانو سره د جوړ جاړي هڅي او د نورو سياسي پر مختګونو په اړه د مشال تر رڼا لاندي بحث شوی دی. په پاکستان کې د سياسي چارو کارپوهان سليم ساپۍ او ايمل خټک ، په افغانستان کې د سولي د عالي شوری يو غړی مولوي عطاوالله لودين او د سياسي چارو کارپوه ودير ساپی د بحث ميلمانه دي. د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.