د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان اړیکي



په داسي حال کې چې پاکستان، افغانستان او امريکا له افغان طالبانو سره د سولي د بهیر د پر مخ وړلو لپاره د لارو چارولټولو هڅي کوي، ولسمشر حامد کرزي تور لګوۍ چې پر هيواد يې د پاکستان له لوري توغندي توغول کيږي.

بل خوا د پاکستان د بهرنيو چارو سيکټر سلمان بشير ويلي چې دا وخت په يو بل د تورونو لګولۍ نه دي.

د پاکستان او افغانستان د چارواکو تازه څرګندونو، په سيمه کي له طالبانو سره د جوړ جاړي هڅي او د نورو سياسي پر مختګونو په اړه د مشال تر رڼا لاندي بحث شوی دی.

په پاکستان کې د سياسي چارو کارپوهان سليم ساپۍ او ايمل خټک ، په افغانستان کې د سولي د عالي شوری يو غړی مولوي عطاوالله لودين او د سياسي چارو کارپوه ودير ساپی د بحث ميلمانه دي.

د بحث کوربه عبدالحی کاکړ دی.
XS
SM
MD
LG