د خبریال سلیم شهزاد صحافتي ژوند

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د اتوار په ورځ د پاکستان له سر ښار اسلام آباد څخه د تیشتول شوي خبریال سلیم شهزاد مړی د ګل ورځ د پنجاب صوبې په مندي بهاولدین کې موندل شوی چې ورباندې سخت تشد د شوی. خبریال سلیم شهزاد د خپل صحافت ژوند له کراچۍ پیل کړی او بیا په ۲۰۰۱ م کال د ترهګرۍ ضد جګړې کې یې د القاعدې او نورو اورپکو ډلو په اړه رپوټونه لیکل او په هانګ کانګ کې یې د ایشیا ټایمز ویب سایټ سره یې کار کولو او یوه تازه لیکنه یې د پاکستان د سمندري ځواکونو پر مرکز د برید په اړه وه چې دده په خبره د ای اېس ای او القاعدې ترمنځ د خبرو ناکامېدو وروسته دا برید شوی دی. د مشال همکار ګل ایاز د خبریال سلیم شهزاد له یوه نژدې ملګري خبریال طاهر علي سره د هغه د مسلکي او شخصي ژوند په اړه یوه مرکه کړې .