سلما شاهین د پښتو په وتلیو لیکوالانو او شاعرانو کې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سلما شاهین د خیبر پښتونخوا په بغداده مردان کې د اپریل په شپاړسمه نولس سوه پنځه پنځوسم کال کې د امیر محمدخان کره پیداشوه . امیر محمد خان د باچاخان د خدايي خدمت ګار غورځنګ له نږدې پلویانو څخه و او ددې خبرې طرفداره وچې په خپلو لوڼو هم د خپلو زامنو په شان لوړې زدکړې وکړي ، ښايي همداوجه به وه چې داکثرو پښتنو روایتي کورنیو په شان چا د سلما د تعلیم مخه ونه نیوله .