د تصوف تاریخ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د تصوف د بنياد يا تاريخ او نړۍ ته د دې مفکورې د راتګ په اړه بيلا بيل نظرونه شته. ځيني پوهان د تصوف ريښې د انسان له پيدا کيدو او دې نړۍ ته له راتلو سره سمي نښلوي خو ځيني بيا په دې نظر دي چي له کله د مذهب تصور نړۍ ته راغلی دی نو عرفان يا تصوف هم سم ورسره راغلی دی. د تصوف په دې پروګرام کي پر همدې موضوع بحث شوی چي د تصوف بنياد کله او چا ايښی دی او د دې تاريخ له کومه پیل شوی دی؟ د تصوف اونیز پروګرام جوړونکی احمد شاه اعظمي دی