معذوران هم لکه د ټولنې عادي وګړي پرمختګ کولی شي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

سيد حامد دقيق په کوچنيوالي کې خپلې دواړې پښې د پوليو له کبله وبايللې. سربېره پردې چې ده فزيکي معلوليت درلود، خپل همت يې له لاسه ورنه کړ او خپل تعليم ته يې دوام ورکړ. نوموړې له هېواده بهر لوړې زده کړې وکړې او هېواد ته له ستنېدو وروسته دا مهال د افغانستان د ماليې د وزير سلاکار دی.