په شمالي وزیرستان کې ایسار شوو خلکو ته د وتلو وخت ورکړل شو

د کډوالو یو پخوانی عکس

پاکستاني پوځ د جون له ۱۵ نېټې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د ً ضرب عضب ً په نامه عملیات پیل کړي دي چې له کبله یې تر پنځه لکه زیات خلک بې کوره شوي دي.

بنو: پاکستاني پوځ د جون له ۱۵ نېټې په شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد د ً ضرب عضب ً په نامه عملیات پیل کړي دي چې له کبله یې تر پنځه لکه زیات خلک بې کوره شوي دي.

بنو: د پاکستان چارواکې وايي چې نن (شنبه) د غرمې له ۱۱ بجو د مازیګر تر ۴ بجو په مېرانشاه ، مېرعلي او بوېه پل کې ایسار شوي خلک بنو ته تللای شي.

دا له هغه وروسته ده چې د شمالي وزیرستان په ځینو سیمو کې بند پاتې شوو په لسګونه خلکو مشال راډیو ته وویل چې که حکومت د وتلو لار ورنه کړه نو دوی به له لوږې مړه شي.

د شمالي وزیرستان د پولېټکل انتظامې چارواکو تيره ورځ مشال راډېو ته وویل چې د يادو سيمو خلک دي پر خپلو موټرو/ لاریو سپیني جنډۍ ودروي او تر کجورې پوستې دي ځان ورسوي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په دې اړه نور تفصیل د مشال راډیو له خبریال عمردراز وزیره واورئ