د کابل او اسلام اباد تعلقات تمې او خدشات

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی له پاکستاني وزیر اعظم نواز شریف سره د لیدو پر مهال

اڅکزی وايي، پاکستان باید د افغانستان خپلواکي او ملي حاکمیت و مني او دا چې دواړه باید د یو بل د خاورې خلاف د دریم ګړي طاقت استعمال و نه کړي.

په داسې وخت کې چې د پاکستان په قبایلي سیمه شمالي وزیرستان کې د وسله والو پر ضد پوځي کاروايي روانه ده، د پاکستان او افغانستان تر منځ په سیاسي او پوځي کچه ملاقاتونه هم زیات شوي دي. د دې ملاقات یوه کړۍ د ملي امنیت لپاره د افغان ولسمشر سلاکار رنګین دادفر سپنتا په مشرۍ پاکستان ته د یو پلاوي تګ دی چې د ولسمشر حامد کرزي لخوا له یوه پیغام سره ورغلی دی.

د پلاوي د تګ د مقصد په اړه د پاکستان د خارجه دفتر ویاندی تسنیم اسلم د زیارت په ورځ وویل:

«افغانستان ته د پاکستان لخوا د خاص استازي سفر مقصد دا دی چې د سرحدي سیمې په نظم کې د دغه هېواد ملاتړ تر لاسه کړي. اوس موږ پوځي کاروايي شورو کړی ده او له افغانستانه تمه کوو، داسې اقدامات وکړي چې ترهه ګر د افغانستان په سیمو کې پټنځایونه جوړ نه کړي. د ښاغلي سپنتا د راتک مقصد هم دغه خبرې اترې پرمخ بوتلل دي»

تر دې وړاندی د روانې میاشتې په 18 مه او 19مه نېټه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی هم د پاکستان او افغانستان د اړیکو ښه کولو په لړ کې کابل ته سفر کړی وو او له ولسمشر حامد کرزي سره یې لیدلي ول.

په کابل کې د جون په شلمه نېټه د علماګانو یو غونډې ته د وېنا په وخت ولسمشر حامد کرزی وویل، نواز شریف ته یې ویلي که په ريښتیا د ترهګرو خلاف جنګ کول غواړي نو دوی ورسره یو ځای ولاړ دي خو باید چې په دې لړ کې عملي ګامونه پورته شي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د افغانستان ولسمشر حامد کرزی

افغانستان ته دمحمود خان اچکزی تر سفر وروسته نوموړي مشال ریډیو ته وویل چې کرزي پاکستان ته ویلي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستي لپاره ضروري ده چې پاکستان د افغانستان خپلواکي او ملي حاکمیت و مني او دا چې دواړه باید د یو بل د خاورې خلاف د دریم ګړي طاقت استعمال و نه کړي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی

د دواړو هیوادونو تر منځ د تعلقاتو ښه کولو لپاره هڅو ته په کتلو سره د عوامي نیشنل ګوند صوبایي مشر سېنټر افراسیاب خټک د پښتون ملتپاله ګوندونو رول ښه او خوش ایند بولي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عوامي نېشنل پارټۍ یو مرکزي مشر افراسیاب خټک

خو خبریال او څېړونکی رحیم الله یوسفزي وايي داسې نه ښکاري چې له دغو ملاقاتونو پس د دواړو هېوادونو تر منځ په تعلقات ښه شي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خبریال رحیم الله یوسفزی

پاکستان له افغانستانه غواړي چې سرحدي سیمې تر خپل کنټرول لاندې راوړي او له سوات اپرېشنه پس هغلته تللي وسله وال له خپله هېواده و باسي، خو افغانستان وايي چې پاکستان د دوی په خاوره د مداخلت لپاره د درېیم ګړي طاقت استعمال بند کړي.