" که مړشوم نو د خدای په امان "

پر فیسبوک د نوید شینواري پیغام

دا د یو ځوان یوه لنډه لیکنه وه چې اوس خو د فیس بک یو پوسټ ښکاري خو که خدای مه کړه څه ورپېښ شوي وای نو بیا دایو وصیت هم کیدای شو.

نوید شینواری د جلال اباد یو ځوان دی ، او په یوه راډیو کې کار کوي. دبرید پرمهال نوموړی د خپلو خپلوانو سره په محکمه کې موجود و.

نوموړی وايي کله چې ډزې پیل شوې او خپل مرګ یې مخامخ ولیده ، نو غوښتل یې د فیس بک د لارې خلک خبر کړي ، نو همدا وه چې یوه لنډه لیکنه یې پورته کړه او د خلکو نه یې دځان او نورو لپاره د دعا غوښتنه وکړه.

نوموړی چې له دې پېښې ژوندی راوتلی، د مشال همکار نجیب عامر ورسره خبرې کړي چې لاندې یې اوریدلای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نویدشینواری د سترګو لیدلی حال