"د شمالي وزیرستان کډوال تر پاکستان په افغانستان کې خوندي دي"

د قبایلي سیمو کډوال د سفر پر مهال

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني پوځ عملیاتو په دې وروستیو کې دوی له سیمو پر وتلو مجبوره کړي دي.
پراګ: د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني پوځ عملیاتو په دې وروستیو کې دوی له سیمو پر وتلو مجبوره کړي دي.

په تېره میاشت کې هم په یاده کې سیمه کې د پاکستاني پوځ په بمباریو کې د لسګونه عام وګرو وژل کېدو رپوټونه مخې ته راغلل خو پاکستاني چارواکي دا نه مني.

دا چې د شمالي وزيرستان خلک د روانو حالاتو په اړه څه وايي او له کومو ستونزو سره مخامخ دي؟

د مشال راډیو عبدالحي کاکړ د عظمت الله په نامه له يو ځايي کس سره د ټيليفون له لارې خبرې کړې دي او په سر کې يې ځيني پوښتلي چې دوی په سیمه کې له تر سره شوې جرګې څه تمه لري؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د شمالي وزیرستان د عظمت الله خبرې دلته واورئ